د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې د قاري حافظ الله حقاني په مشرۍ د وسله والو طالبانو نهه کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای شوه.
قاري حافظ الله حقاني نن له دولت سره د یوځای کېدو له اعلان وروسته خبریالانو ته وویل چې شاوخوا ۷ کاله د وسله والو طالبانو په لیکو کې یې د افغان دولت پرضد جګړه کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د واقعیت له درک کولو وروسته له دولت سره یوځای شوي.
د بورکې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد علي خبریالانو ته وویل چې د سولې له بهیر سره د دغې ډلې له یوځای کېدو سره په سیمه کې امنیت ښه شي.
له دې وړاندې هم په بغلان ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول.