نن سهار د کونړ د ناړۍ په ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو پر یوه موټر د ماین په چاودنه کې پنځه سیمهییز پولیس ووژل شول.
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمهګل همت ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن سهار شااوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې د سیمهییزو پولیسو رنجر موټر له سړک څخه د تېرېدو په حال کې و.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ادعا کوي چې په دغې چاودنه کې لس تنه وژل شوي دي، خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.