د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د کانګرس یو شمېر مخکښو غړو له سپینۍ ماڼۍ غوښتنه کړې چې د نیویارک د حملې تورن ازبکستانی دې په کیوبا کې د امریکا د ګوانتانامو پوځي زندان ته واستول شي.
ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې دی هم په دې غور کوي چې دغه کار وکړي، خو لومړی دې ته اړتیا ده چې د دغې حملې تورن سیفالله سایپف یو وسلهوال یا جنګي دښمن وپېژندل شي.
ټرمپ د ټویټر له لارې دغهراز وویل چې زه به یقیناً پر دې مسئلې غور وکړم او هغه به ګیتمو ته چې اشارهیې د ګوانتانامو زندان ته ده، واستوم.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې دی هم په دې باور دی چې سایپف دې چې له حملې وروستهیې خوښي څرګنده کړې او د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې تهیې بیعت کړی، په مرګ محکوم شي.
د ګوانتانامو زندان ته په تېرو وختونو کې هغه کسان انتقال شوي چې په افغانستان او عراق کې د جګړو په جریان کې نیول شوي دي.
د امریکا مخکېني ولسمشر بارک اوباما د دې هڅه وکړه چې دغه زندان وتړي.
هغه او یو شمېر نورو منتقدینو ویلي چې په دې زندان کې بندیان له خپلو قانوني حقونو محروم دي او باید وتړل شي.
له ۲۰۰۸ کال راهیسې بل بندي دې زندان ته نهدی لېږدول شوی.
خو سایپف چې د امریکا قانوني هستوګن دی او ګرین کارټ لري، د امریکا د عدلي مدني قوانینو له مخې یې قانوني حقوق خوندي دي.
د کانګرس د هغو غړو په ډله کې یو هم د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدمتونو د کمېټې مشر جان مککېن دی چې ګوانتانامو ته د سایپف د استولو غوښتنه کوي.
مککېن وویل، موږ باید پر خپل هېواد دغو حملو ته له یوه جلا اړخه ونهګورو، بلکې هغه لکه څنګه چې دي، د جنګي اعمالو په توګه وپېژنو.