امریکایي څارنوالانو هغه ازبکستانی پر ترورېزم تورن کړ چې په نیویارک کې یې د لارۍ په وسیله په حمله کې ۸ تنه ووژل.
څارنوالانو وویل چې هغه د اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه الهام اخیستی.
څارنوالانو په مانهاتن کې پرون د امریکا یوې محکمې ته وویل چې سیفالله سایپف «Sayfullo Saipov» په هغه روغتون کې چې له دغې حملې وروسته دی پهکې بستر دی، غوښتنه کړې چې د ده په خونه کې دې د داعش تور بیرغ ولګول شي.
څارنوالانو دا هم ویلي چې هغه ښه احساس کوي چې دغه حملهیې کړې ده.
سایپف په ویلچیر کې چې لاسونه او پښې یې زولانه و، محکمې ته بوتلل شو چې پر خپل ځان لګول شوي تورونه واوري.
که هغه مجرم وپېژندل شي د مرګ په سزا به محکوم شي.
څارنوالانو ویلي چې سایپف په دغه روغتون کې چې په ډزو له ټپي کېدو وروسته پهکې بستر شوی او توقیف دی، له خپل ځانه د دفاع لپاره له قانوني حقوقو ډډه کړې او په ښکارهیې پر دغې حملې اعتراف کړی دی.
په عین حال کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې «اف بي ای» وویل چې دوی د دې پېښې په تړاو د محمد ظاهر قادروف «Mukhammadzoir Kadirov» په نوم هغه بل ۳۲ کلن ازبکستانی هم موندلی چې دوی یې په لټه کې و.