د سوریې د سولې په خبرو کې ټول ګډونوال اړخونه استانې ته ورسېدل

د سوریې د سولې د اوومې دورې په خبرو کې ټول ګډونوال اړخونه نن د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورسېدل.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استانې د پروسې په خبرو کې د ټولو ګډونوالو اړخونو پلاوي استانې ته رسېدلي دي.

د دې وزارت له‌خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په لومړۍ ورځ به دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې کتنې وشي او د خبرو دوهمه برخه به سبا د اکټوبر په ۳۱مه ترسره شي.

د استانې په غونډه کې چې روسیې، ایران او ترکیې رابللې ده، ګډونوال هڅه کوي د اوربند او د جګړې د ډګر د نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث وکړي.

په دې خبرو کې د سوریې د حکومت او د ځینو مخالفو وسله‌والو ډلو استازي برخه لري او متحده ایالات، ملګري ملتونه او اردن د څارونکو په توګه په‌کې ګډون کوي.