د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د داعش ډلې ته په منځني اسیا کې د پام وړ تلفات رسیدلي دي.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د داعش ډلې په بشپړ ډول ماتول به وخت ونیسي:
"موږ په منځنۍ آسیا کې داعش ډلې ته درانه تلفات اړولي دي. هغه څه چې اوس پېښیږي، دا چې داعش وسلهوال د افریقا لوري ته مخه کوي، نورو سیمو ته به هم ولاړ شي. هر ځای چې ولاړ شي موږ به یې په وړاندې ودرېږو. باید ووایم چې دا ستونزمن کار دی."
داعش ډلې په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې له ماتې سره مخامخ شوي او په عراق کې د موصل ښار او په سوریې کې یې رقه چې دوی خپل مرکز بللی وو، له لاسه ورکړل.
امریکایي چارواکو ویلي وو، تر درې زره داعش وسلهوال د رقې په جګړه کې برخه درلوده چې ډېری یې وژل شوي او پاتې نور تښتیدلي دي.