ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو ورځو کې به کابل د کرنېزو توکو د ۱۹م نندارتون کوربه وي.
د کرنۍ او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې په څه باندې ۲۴۰ غرفو کې د ۳۴ ولایتونو کرنېز توکي او لاسي صنایع نندارې ته ايښودل کېږي.
ښاغلی راشد وایي چې دغه نندارتون هرکال د کرنېزو توکو حاصلاتو له راټولولو وروسته جوړېږي.
راشد زیاتوي چې د دغه نندارتون په پای کې به د افغان سوداګرو ترمنځ ځینې تړونونه هم لاسلیک شي.