نن په اتريش کې خلک په پارلماني انتخاباتو کې خپلې رايې کاروي.
په دغو انتخاباتو کې محافظه کارو ښي اړخي ګوندونو د دغه هېواد مرکزي کيڼ اړخى مشرتابه چلنج کړى دى.
نظرپوښتنې ښيي چې د بهرنيو چارو د وزير سباستين کورز د خلکو محافظه کار ګوند تر نورو مخکې دى.
کورز ٣١ کلن دى چې په مې مياشت کې يې د خلکو د محافظه کار ګوند مشري واخېسته.
د ازادۍ ښي اړخى ګوند او سوسيال ډيموکراتان د دويم مقام لپاره مبارزه کوي.
د پلازمېنې ويانا اوسېدونکي ګونتر پولاک رويټرز اژانس ته وويل:
"موږ بايد دې حقيقت ته ځانونه چمتو کړو، چې ټول شيان د اوس په څېر سم نه پاتې کېږي، ځکه نو داسې سياستوالو ته اړتيا لرو، چې دا مسايل سمبالولاى شي."
په اتريش کې وروسته له هغې د تروخت مخکې انتخاباتو پرېکړه وشوه چې سباستين کورز د صدراعظم کرستيان کيرن په رهبرۍ له سوسيال ډيموکراتانو سره په ائتلاف کې د کار له دوام څخه ډډه وکړه.
کورز ژمنه کړې چې په اتريش کې به د مهاجرت د محدوديت لپاره کار کوي او کډوالو ته به د امتياز ورکړه ټېټې سطحې ته راولي.
ده ويلي تر هغو به په دغه هېواد کې نورو مېشتو بهرنيانو ته امتياز نه ورکول کېږي، چې په اتريش کې يې پنځه کاله ژوند نه وي کړى.