د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې ۲۲ تنه په دوو بمي چاودنو کې ووژل شول.
چاودېدونکي مواد په موټرو کې ځای پر ځای شوي وو.
د سومالیا پولیسو پرون شنبه وویل چې یوه چاودنه د موګادیشو په داسې سیمه کې شوې چې حکومتي دفترونه، هوټلونه او رسټورانتونه ډېر دي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه پهکې وژل شوي دي.
بله چاودنه دوه ساعته وروسته، د ښار په مدینه سیمه کې وشوه او دوه تنهيې ووژل.
د فرانسې خبري اژانس، د یوه پولیس په حواله ویلي چې د لومړۍ چاودنې له امله زیاتې ودانۍ تخریب شوي او د مړو شمېر زیاتېدلی شي.
د حملې مسؤلیت لا چا نهدی اخیستی، خو په سومالیا کې د الشباب ترورېستي ډله، تل داسې حملې کوي.