د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو آمر وژل شوی دی.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر نن ازادي راډيو ته وويل چې د ورسج ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو آمر غلام رباني تېره شپه د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى دى.
ښاغلی اسیر وايي چې د دغې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر د وژل کېدو په تور یو تن نیول شوی او ترې پلټنې روانې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.