د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږي، وايي چې د روسیې پوځي الوتکو پر هغو ملېشه ځواکونو حمله کړې چې واشنګټن یې ملاتړ کوي او زیات کسان یې زخمیان کړي دي.
د دې خبر تر خپرېدو څو ساعته مخکې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو په نوم ملېشو چې امریکا یې ملاتړ کوي، ادعا کړې وه چې د روسیې جنګي الوتکو په دېر الزور کې د هغوی پر پوستو حملې کړي دي.
دې ملېشه ځواک وویل چې شپږ تنه یې په دې حمله کې زخمیان شوي دي.
دیر الزور د سوریې وروستی ولایت دی چې د داعش د وسلهوالو په لاس کې دی.
په سوریه کې د داعش پرضد ائتلاف چې امریکايي مشري کوي، پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې د حملې له امله په سیمه کې د ائتلاف سلاکارانو ته زیان نه دی رسېدلي.
د امریکا متحد ایالات د سوریې په ختیځ کې چې د عراق پولي ته نېږدې دی، د داعش پر ضد د جلا – جلا عملیاتو مشري کوي او ویل کېږي چې د پرمختګ په حال کې دي.
د عراق پوځ وايي چې د قومي ملېشو په مرسته یې د سوریې پولې ته نږدې، د داعش یو مرکز نیولی دی.
د عراق د پوځ په وینا، د الانبار ولایت په عکاشات ښارګوټي کې چې د فرات سیند جنوبي غاړې ته پروت دی، د داعش د وسلهوالو پر ضد څو ساعته جګړه روانه وه.
په سیمه کې د قوماندې ګډ مرکز چې په عراق کې د داعش پر ضد د جګړې مشري کوي، پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې تائید کړه عکاشات بېرته نیول شوی دی.
د داعش وسلهوالو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې دا سیمه چې کانونه یې مشهور دي، نیولې وه.