په پام کې ده چې جرمني نن سئ شنبه یوه ډله افغانان چې په دې هېواد کې یې د پناه اخېستو غوښتنلیکونه رد شوي، کابل ته واستوي.
دا به په کابل کې له ټانکربم چاودنې درې میاشتې وروسته چې د جرمني سفارت ته یې ډېر زیان رسولی و او جرمني د رد شویو افغانانو د اېستلو بهیر درولی و، لومړۍ ډله افغانان وي چې کابل ته استول کېږي.
د جرمني خبري اژانس د نورټ راین ویستفالیا ایالت د کډوالۍ د یوه مشورتي مرکز په حواله خبر ورکوي چې لږترلږه ۱۲ افغانان به چې د پناه غوښتونلیکونه یې رد شوي، نن د سئ شنبې د ورځې په ورستیو کې له دوزیلدورف څخه کابل ته واستول شي.
خو د دې ایالت د کورنیو چارو وزارت د دغه پلان په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
له دې مخکې جرمنې دوه درې ځلې لسګونه افغانان افغانستان ته استولي چې د دې هېواد امنیتي وضعیت ته په پام سره د بشري حقونو ډلو یې پر دې اقدام اعتراض کړی و.