په واشنګټن کې افغان سفیر د امریکا نوې ستراتیژي ستایلې

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمد الله محب د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر نوې ستراتیژي ستایلې او هغه یې د افغانانو تر تمې لوړه بللې ده.

ښاغلي محب د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې ټلوېزیوني شبکې له لاري د خبرو پر مهال ویلي چې په هېواد کې یې جګړه د افغانانو جګړه نه ده بلکې دا د نړیوال ترورېزم په وړاندې مبارزه ده.

ښاغلي محب چې په همدې ټلوېزیوني بحث کې یې د خلکو پوښتني ځوابولې، په افغانستان کې ملکي تلفاتو ته په اشارې ویلي چې افغانان د تروریستانو سره د مقابلې په لومړۍ کرښي کې دي او هرکال زرګونه کسان قرباني کېږي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان د شپاړس کلني جګړې ختمېدو لپاره همداسي ژمنې ته اړتیا وه چې وشوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست پر ۲۱ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ اعلان کړه او په هغه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام او د وسله والو مخالفینو د ماتي ژمنه وکړه.