میاخېل: د ۱۳۹۶ له پیله۳۵۰ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال له پیل راهیسې ۳۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرینو چارو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، هېواد ته د افغانانو راستنېدل په بې ساري توګه ادامه لري:

"د کال له پیله تر اوسه پورې زموږ ۳۵۰ زره هېوادوال هېواد ته ستانه شوي دي. د افغانانو ستنېدل په بې ساري توګه زیات شوي دي او د افغانستان دولت پلان لري چې د خپلو امکاناتو سره سم د اړتیا وړ خدمات دغو ستنېدونکو ته وړاندې کړي. "

د افغانستان د حکومت او د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې اوس‎مهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان پاکستان او ۹۵۰ زره نور په ایران کې د کډوالۍ ژوند تیروي.