دفاع وزارت په هرات کې د نامعلومې الوتکې د پرواز په اړه له ناټو مرسته غوښتې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د نامعلومې بې‌پیلوټه الوتکې د پراوز په اړه دوی ته هم راپورونه رسېدلي او د دفاع سرپرست وزیر په دې اړه د غوڅ ملاتړ مأموریت له ځواکونو د پلټنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه پلټنې پیل شوي چې دغه الوتکه هرات ولایت ته له کومه ځایه او څنګه راغلې وه.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

وزیري زیاته کړه:

"دفاع وزیر په دې اړه مشخص هدایت ورکړی، څو وکتل شي چې دغه الوتکه هرات ته له کوم ځایه راغلې، څنګه راغلې؟ نو کله چې دا تثبیت شي چې الوتکه د ایران ده، دا خبره به د بهرنیو چارو د وزارت له لارې له ایرن سره شریکه کړو، د دفاع وزیر له هدایت سره سم پلټنې پیل شوې دي."

د هرات سیمه‎ییزو چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ یوه نامعلومه بې‌پیلوټه الوتکه شااوخوا دوه نیم ساعته په هرات ولایت کې د افغانستان او ایران پر پوله ګرځېدلې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نه‌پوهېږي چې د ایران له پولې سره نېږدې چا بې‌پیلوټه الوتکه پورته کړې وه.

که څه هم تر دې دمه معلومه نه‎ده چې د افغانستان په دغې سیمه کې د کوم هېواد الوتکې پروازونه کړي، خو له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه‎ییزو چارواکو په خبره نامعلومه الوتکې لیدل شوي چې وسله‎والو طالبانو ته‌يې اکمالات کړي دي.

د دې ترڅنګ څه موده وړاندې د فراه سیمه‎ییزو چارواکو ویلي و چې د ایران د سپاه قدس ځیني سلاکاران په پټه د دغه ولایت په پشت کوه او ګلستان ولسوالیو کې له طالبانو سره لیده کاته کوي.

هغه مسئله چې د ایران له‎خوا په بار بار رد شوې ده.

له دې څرګندونو وروسته ایران د فراه اوسېدونکو باندې ایران ته د تګ ویزې بندې کړي او شرط‌یې ایښی چې د فراه سیمه‎ییز چارواکي باید له دې هېواده بخښنه وغواړي.

بل‎خوا د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي وايي چې افغان حکومت ته په‎کار ده چې له خپلو سرحدونو او ملي حاکمیت څخه ساتنه وکړي.

د دغه کمېسیون غړي ښایسته باز ناصري ازادي راډیو ته وویل، له اجازې پرته د افغانستان فضايي حریم ته له ننوتونکې الوتکې سره باید د دفاعي قانون له مخې چلند وشي.

دی وايي:

"افغان دولت ته په‎کار ده چې خپل هوايي او دفاعي سیستمونه فعاله وساتي او که یو ځل بیا دغه ډول کار کېږي د هر هېواد الوتکه له اجازې پرته زموږ خاورې ته راځي، د دفاعي قوانینو مطابق چلند باید ورسره وشي."

ښاغلی ناصري له افغان دفاعي او امنیتي ارګانونو غواړي چې رادار سیستم فعال کړي، څو د افغانستان له فضايي حریمه ښه ساتنه وشي او ثابته شي چې د افغانستان هوايي فضا ته داخلېدونکې هره الوتکه په کوم هېواد پورې اړه لري.

راپور: رحمت‌الله افغان