مستغني: له ایران سفارت سره د فراه د اوسېدونکو د ویزو ستونزه شریکه شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سفارت په هرات کې د دې هېواد جنرال قونسل ته امر کړی چې د فراه ولایت اوسېدونکو ته د ایران د ویزو د نه ورکړې ستونزه هواره کړي.

په هرات کې د ایران د قونسګلرۍ له لورې د فراه ولایت اوسېدونکو ته د ویزې د نه ورکولو په تړاو د دې ولایت د والي له ادعاوو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه موضوع یې په کابل کې د ایران سفارت سره شریکه کړې ده.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ایران سفارت د يادې ستونزې د هواري لپاره، په هرات ولایت کې د دې هېواد جنرال قونسل ته امر کړی، څو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"په کابل کې د ایران سفارت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ چارو ریاست سره اړیکه نیولې او ډاد یې ورکړی چې د ایران سفیر په هرات کې د دې هېواد له جنرال قونسل سره خبرې کړي او د ستونزې د هواري امر يې کړی او هغوی هم ډاډ ورکړی چې ستونزې ته به رسېدنه کېږي او له دې وروسته به څوک د ویزې اخېستو په برخه کې ستونزه ونه لري."

د تېرې اوونۍ په پای کې، د فراه والي عارف شاه جهان ازادي راډیو ته وویل چې د فراه ولایت اوسېدونکو ورته ویلي چې په هرات کې د ایران قونسلګري دوی ته ویزې نه ورکوي.

د نوموړي په خبره، په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د فراه اوسېدونکو ته ویلي، تر هغې چې د فراه والي د ایران او طالبانو تر منځ د اړیکو په تړاو د خپلو څرګندونو له امله بښنه ونه غواړي، د دې ولایت اوسېدونکو ته به ویزې ور نه کړي.

ښاغلی جهان تېره میاشت له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د ایران د سپاه قدس ځینو سلاکارانو په پټه د دغه ولایت په پشت کوه او ګلستان ولسوالیو کېله طالبانو سره لیده کاته کوي.

نوموړي ويلي وو چې ایران د وسله والو مخالفینو ځینو مشرانو ته کورونه او امکانات هم برابروي.

فراه او ایران ۲۸۹ کېلومتره ګډه پوله لري چې د فراه د والي په باور، پر دغې پولې دولت په بشپړه توګه کنټرول نه لري، نو له همدې کبله وسله والو مخالفینو اړیکې جوړې کړې دي.

په همدې حال کې د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د فراه اوسېدونکو ته د ایران د ویزو د بندېدو مسئله د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې او تمه ده چې دغه ستونزه په همدې اوونۍ کې حل شي.

ښاغلی مهري وایي:

"دغه موضوع مو د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې، څو دغه ستونزه ژر تر ژره د بهرنیو چارو وزارت له لورې حل شي او هیله لرم چې دغه ستونزه د همدې اوونۍ تر پایه حل شي."

په کابل کې د ایران سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د ایران قونسلګرۍ ورته ویلي چې په قونسلګرۍ کې د رغنیزو چارو د دوام له کبله خدمات ځنډېدلي وو، خو ښايي ډېر ژر دغه ستونزه حل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس