ملګري ملتونه: د میرزا اولنګ وژنې له نړیوال قانونه سر غړونه ده

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د دوو اوونيو مخکې وژنې له نړيوال قانون څخه سرغړونه وبلله.

وسله والو طالبانو هغه وخت د صياد ولسوالۍ پر ميرزا اولنګ کلي حمله کړې وه او دغه کلى يې څو ورځې په کنټرول کې و.

يوناما په خپله اعلاميه کې چې نن یکشنبه يې خپره کړې، هغه ادعاګانې تاييد کړې چې وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو پر دغه کلي د حملې پر مهال لږ تر لږه ٣٦ کسان وژلي چې په هغو کې ملکيان او غير محارب ملېشه شامل وو.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو ويلي:

"زه د ملکيانو او غير محارب ملېشو وژنه غندم، دا له نړيوال قانون څخه ښکاره سر غړونه ده."