د سايبري امنيت په برخه کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي چې هېواد يې له امريکا سره د سايبري امنيت په اړه د کاري ګروپ پر جوړولو خبرې کوي.
اندرې کروتس کيخ روسي خبري اژانسونو ته د پنجشنبې په ورځ ويلي چې په دې اړه خبرې روانې دي او بېلابېل وړانديزونه تبادله شوي دي.
دی وايي، هېڅڅوک د داسې تماسونو او خبرو ضرورت نهشي ردولای.
کروتس کېخ ويلي چې دا عمومي ډیپلوماټيک کار دی چې باید نتايج ورکړي.
يوې روسۍ چارواکي سويتلانا لوکاش چې په جرمني کې يې په وروستۍ جي شل سرمشريزه کې هم ګډون کړی وو، وويل د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو پرمهال موافقه وکړه چې د سايبري امنيت په اړه باید يا د ملګرو ملتونو او يا هم کاري ګروپ له لارې بحث وشي.
ټرمپ تردې سرمشريزې وروسته وويل چې ده له پوتين سره د يوه کاري ګروپ پرجوړولو خبرې وکړې.
خو وروسته د امریکا د کانګرس غړیو پر دې پلان ځکه انتقاد وکړ چې روسیې تېرکال احتمالًا د امريکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.
وروسته ټرمپ له خپلې خبرې پر شا ښکاره شو.
ده پر ټويټر ولیکل:
"له ولسمشر پوتين سره د سايبري امنيت د واحد پر جوړولو زما خبرې په دې معنی نهدي چې دا کار به کېږي. دا نه شي کېدای. "
د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د ټرمپ سلاکار توماس بورسيت له جي شل سرمشريزې وروسته وويل چې دا به تر وخت مخکې وي چې باور وشي امريکا له روسیې سره د سايبري امنيت په برخه کې د شراکت خبره منلې ده.
د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د ټرمپ سلاکار توماس بورسيت
ده وويل:
"د شراکت معنی دا وي چې تاسو داسې مرحلې ته رسېدلي ياست چې فکر کوئ د باور وړ اړيکې لرئ او تاسو پر اډيالونو، اهدافو او چلند يوې عمومي موافقې ته رسېدلي ياست. زه فکر نه کوم چې امریکا او روسيه دغې مرحلې ته رسېدلي دي او تر هغه وخته به موږ د شراکت په اړه خبرې نهکوو. خو موږ مذاکرات کړي دي او له هغه ځایه به موږ پیل کوو."
د امریکا يوه استخباراتي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د سايبري امنيت په برخه کې همکاري تر هغه وخته روسيې ته يوازې یو خيال پلاو دی چې مسکو د امریکایي انتخاباتو په اړه د استخباراتي ادارو راپورونه ردوي او حقيقت دا دی چې روسيې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.