نن یوې ښځينه ځانمرګې بريدکوونکې د داعش او عراقي ځواکونو تر منځ له نښتو د تښتېدونکو ملکيانو په منځ کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
عراقي چارواکي وايي چې دا ښځه د تونس وه او د هغو خلکو په ګڼه ګوڼه ورننوته چې د لوېديځ موصل له جګړې تښتېدل.
په دغې سیمه کې حکومتي ځواکونو داعش جنګيالي محاصره کړي دي.
د چاودنې په نتيجه کې دوه ملکيان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي چې په ټپيانو کې دوهیې د حکومت سرتېري وو.