د جرمني د حکومت يوه وياند ويلي، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز به د «جي-۲۰» په غونډه کې ګډون نهکوي.
ټاکل شوې ده، دغه سرمشريزه د جولای په اوومه او اتمه نېټه په هامبورګ ښار کې جوړه شي.
د حکومت وياند سټيفان سايبرت نن دوشنبه وویل چې د سعودي حکومت برلين ته ويلي چې ۸۱ کلن پاچا به په دغې کلنۍ غونډه کې ګډون نهکوي.
سايبرت نهدي ويلي چې پاچا سلمان ولې په دې غونډه کې ګډون نهکوي.
نن د دې موضوع په اړه د سعودي عربستان يوې ډېپلوماتيکې سرچينې المان خبري اژانس ته ويلي چې د پاچا په غونډه کې نهګډون له قطر سره د اختلافاتو سره تړاو لري.
سعودي عربستان غواړي، دوحه د اخوانالمسلمين ملاتړ بند کړي، له دوحې څخه خپرېدونکی ټلوېزيون الجزيره وتړي، له ایران سره ډیپلوماتيکې اړيکې کمې کړي او په قطر کې د ترکيې نظامي اډه وتړي.
د سعودي عربستان د ماليې وزير محمد الجدان به د پاچا پر ځای په «جي-۲۰» سرمشريزه کې ګډون کوي.