د فرانسې د انرژۍ شرکت توتال وايي، له ايران سرهیې د طبیعي ګازو د زېرمو د پراختيا په برخه کې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړی دی.
دا له ايران سره د اټمي موافقې او پر تهران د نړيوالو بنديزونو تر لیرې کېدو وروسته د انرژۍ په برخه کې لومړۍ لويه پانګونه ده.
د توتال اجرائيه رئیس پاتریک پويان او د ايران د تېلو وزير بيجان نامه دا زنګنه د چين د ملي پیټرولیم شرکت او ايران د پيټروپارس شرکت د مشرانو په حضور کې دغه ۲۰ کلن پلان لاسليک کړ.
ټاکل شوې وه د موافقې له لاسلیک وروسته پويان د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره وويني.