د نړۍ مشرانو پرون شنبه د جرمني پخواني صدراعظم هلموت کوهل ته چې د ختیځ او لویدیځ جرمني د یو ځای کېدو نقشه یې جوړه کړې وه، د درناوي وروستي مراسم ترسره کړل.
په دې اړه مراسم په اشتراسبورګ کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې جوړ شوي وو.
هلموت کوهل ۸۷ کلن و او د جون په شپاړسمه مړ شو. هغه لومړی سیاستوال دی چې د درناوي لپاره یې اروپايي اتحادیې رسمې مراسم ترسره کړل.
د هغه تابوت د اروپايي اتحادېې په بیرغ کې نغښتی و او د اتحادیې د غړو هېوادونو مشران د درناوي لپاره ورته ودرېدل.
د اروپايي کمېسیون مشر ژان کلودیونکر وویل:
"نن موږ له هلموت کوهل سره چې جرمني او اروپايي و، له داسې وفادار ملګري سره چې لسیزې يې ملګرتیا راسره وکړه، خدای په اماني کوو."
هلموت کوهل شپاړس کاله د جرمني صدراعظم و او په دې موده کې يې د اروپايي اتحادیې ترمنځ د نزدېکت او شراکت لپاره مهم کارونه وکړل.