د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت، پر یوې روغتیایې پروژې کار کوي.
د دغې پروژې تړون نن شنبه د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر کورنیو او بهرنیو پلي کوونکو شرکتونو تر منځ لاسلیک شو.
د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې دا پروژه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې پلې کېږي.
د دغه وزارت چارواکي وایي، د پروژې لګښت د نړیوال بانک لهخوا ورکول کېږي.