د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، امریکا ته د شپږو اسلامي هېوادونو پر اتباعو د تګ بندیز په پټو سترګو له ایرانیانو سره دښمني ده.
جواد ظریف پرون په ټویټر کې ولیکل، امریکا اوس د ایرانیانو اناګانې منع کړې دي چې خپل لسمیان وویني.
د جواد ظریف په وینا دا له ټولو ایرانیانو سره یو مخ له شرمه ډکه د پټو سترګو دښمني ده.
د جون له نهه ویشتمې امریکا ته د ایرانیانو په ګډون د لیبیا، سومالیا، سودان، سوریې او یمن پر اتباعو د نوي ورځو په مخه د تګ بندیز پلی شو.
هغه کسان له دې بندیزه مستثنی دي چې له امریکایي سازمانونو سره نېږدې روابط لري یا ډیر نېږدې امریکایي خپل خپلوان لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په نېږدې خپلوانو کې پلار و مور او خور او ورور شامل دي خو نیکونه، لمسي، ترونه، ترندي او داسې نور خپلوان پکې نه راځي.
د امریکا په متحد ایالتونو کې تر یو میلیون ډیر له اصله ایرانیان ژوند کوي.