د خیبر پښتونخوا لنډي کوتل کې یوه ۱۲کلنه نجلۍ وژل شوې

د خیبر پښتونخوا ایالت د لنډي کوتل، د لواړګو په سیمه کې یوه دولس کلنه نجلۍ د غیرت په نوم وژل شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې نجلۍ نغمه نومېده او غالباً، تېره اوونۍ له دوو هلکانو سره تښتېدلې وه.

سیمه ییز مامور نیازمحمد ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو دا نجلۍ نېولې وه او کورنۍ ته یې په دې شرط سپارلې وه چې هغې ته به ضرر نه رسوي.

نیازمحمد وویل:

"هغه د جون په درویشتمه له کوره تښتدلې وه او غالباً، د هغې کورنۍ د سه شنبې په ورځ وژلې ده، د هغې قاتل او ضمانت کونکو موږ نیولي دي."

نیازمحمد ویلي چې د وژل شوې نجلۍ اکا، د اکا زوی او د تښتونکي د کورنۍ دوه غړي نیولي دي.

د خیبرپښتونخوا والي، اقبال ظفر جګړا دا پېښه په کلکه غندلې ده.

د جګړا دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې داسې قتلونه د بنیادي، انساني حقونو مخالف دي او په نړۍ کې د پاکستان نوم بدوي.

په پاکستان هرکال د غیرت او ناموس په نوم د قتل سل ګونو پېښې ثبتېږي.