کرملېن وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني صدر اعظمې انګلا مېرکل د نړۍ د شل سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو پر را روانه غونډه خبرې وکړې.
د کرملېن د خبرپاڼې په حواله، دواړو مشرانو پرون جمعه په ټلیفوني خبرو کې د اقليمي بدلون په اړه د پاریس پر تړون او دوه اړخیزې همکارۍ بحث کړی دی.
د مېرکل او پوتین تردې خبرو یوه ورځ مخکې، سپینې ماڼۍ تائید کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د شل سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیرپوتین سره وګوري.
دا سرمشریزه د جولاي په اوومه او اتمه د جرمني په هامبورګ ښار کې جوړېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ وویل چې د پوتین او ټرمپ لپاره ډېره مهمه ده چې په سوریه کې پر روانه جګړه وږغېږي.