د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوي، کریم یورش پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو په دولت اباد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو حمله کړې وه خو شنډه شوه.
ښاغلي یورش وویل چې په دې حمله کې دوه وسله وال طالبان ووژل او درې تنه زخمیان شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوي څرګنده کړه چې په دولت اباد کې د وسله والو طالبانو دې حملې څو ساعته دوام وکړ او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی پکې رسېدلی.
وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.