کابل کې ۷ کسان د الکولي موادو د خرڅلاو په تور نیول شوي

د کابل پولیسو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اووه کسان د مخدره موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق او خرڅلاو په تور په کابل کې ښار کې نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل: د کابل پولیسو د اختر په درېیو ورځو کې د ښاري ګزمې پرمهال څلور کسان له ۹۸۰ ګرامه ډول ډول مخدره موادو سره د ښار په مختلفو ناحیو کې نیولي دي.

نوموړی زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۶۵۰ ګرامه چرس،۲۴۰ ګرامه هیروئين،۹۰ ګرامه تریاک او ۲۶ بوتله الکولي مشروبات لاسته راغلي دي.