د ارزګان ولایت سیمهييز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې، تېره شپه د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شاتمبولي دي.
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زینالله ازادي راډيو ته وویل، تېر شپه وسلهوالو طالبانو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شاهمنصور سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري پرې هوايي او ځمکني بریدونه وشول چې پر مهال یې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶ وسلهوال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال پو افغان پولیس هم ټپي شوی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.