امرخېل: د غزني پر ۴ ولسوالیو د طالبانو حملې پر شاتمبول شوي

د غزني ولایت امنیتي مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن ازادي راډيو ته وويل چې، تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار، ده يک، اب بند، واغظ او زنخان ولسواليو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ښاغلي امرخېل وویل چې په دغو بريدونو کې تر اوسه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امرخېل په خبره په يادو نورو سيمو کې جګړې درېدلي دي خو په واغظ ولسوالۍ کې اوس هم سخته نښته روانه ده.

وسله وال طالبانو په غزني کې د جګړې پخلی کړی او د دغه ولایت د واغظ ولسوالۍ د نېولو د ادعا ترڅنګ يې ویلي دي چې د غزني په مرکز او ده یک ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ويلي.