د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د دولتي ځواکونو له خوا پرون د سوریې د حلب ښار د نیولو په اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دا به په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د سولې شرایطو ته زمینه برابره کړي.
ولادمیر پوتین پرون په خپل کلني خبري کنفرانس کې د حلب نیول د سوریې د وضعیت د عادي کولو یوه مهمه برخه یاده کړې ده.
هغه ویلي په بل پړاو کې باید په ټوله سوریه کې د اوربند په اړه موافقه وشي او تر هغې وروسته په عاجله توګه سیاسي حل لارې غوره کړای شي.
پوتین ایران او ترکیه ستایلي چې له حلبه د خلکو د ایستلو عملیات یې په خپل منځګړیتوب ممکن کړل.
که څه هم د حلب ښار له ختیځې څنډې نه د مخالفینو او د هغوی د کورنیو تر کډې بارولو وروسته دولتي ځواکونو نیولی خو لا هم د حلب په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو بمباري روانې دي.