د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ازادي راډيو ته وویل چې یاد عملیات له تېرو پنځو ورځو راهیسې پیل شوي وو او نن پای ته ورسېدل.
نوموړي وویل چې د دغو عملیاتو پر مهال دوه ملي پولیس هم ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.