د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وايي، د دې ادارې کار به د صدرات له صلاحیتونو سره پنځه کاله دوام وکړي.
د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې په حواله، د ملي وحدت حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله پرون سې شنبه ټينګار کړی چې د ملي وحدت حکومت د تشکیل په سیاسي موافقه کې نهدي ویل شوي چې که لویه جرګه ونهشي د ملي وحدت حکومت د کار موده پای ته رسېږي.
د موافقې دوهم بند وايي چې ولسمشر باید د اساسي قانون د تعدیل او د صدارت جوړولو لپاره لويه جرګه جوړه کړي.
د موافقې پر اساس، ولسمشر باید روان منی لویه جرګه جوړه کړي.