بلخ کې ۴تنه په دې تور نیول شوي چې په خلکو یې د خره غوښه خرڅوله

د بلخ امنیتي چارواکو څلورتنه په دې تور نیولي چې له ډېرې مودې راهیسې یې پر خلکو د خره غوښه خرڅوله.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیرجان درانی ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د شولګرې په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

نوموړی وايي چې نیول شوي کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

له دې وړاندې هم د بلخ امنیتي چارواکو پنځه تنه قصابان په ورته تور نیولي و.