زنداني اوکراینۍ پیلوټه نادیه ساوشینکوکییف ته روانه شوې

راپورونه وايي چې اوکراینۍ پیلوټه نادیه ساوشینکو چې په روسیه کې زنداني وه ظاهراً د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې شوې او کییف ته روانه شوې ده.

روسیې تلویزوني شبکه "ار.ټي" د ځینو سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ويلي، د کییف له خوا نیول شوي روسي بندیان هم خوشې شوي او مسکو ته روان شوې دي.

د اوکراین د ولسمشر دفتر ویلي پیټرو پوروشینکو به په دې اړه ډېر ژر یو بیان خپور کړي.

روسیې اوکراینۍ پیلوټه ساوشینکو په مارچ میاشت کې په ۲۲ کاله بند محکومه کړه.

نوموړې د اوکراین په ختیځ کې د دوه روسي خبریالانو د وژنې په تور محکومه شوې وه.

دې پیلوټه په پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې نوموړې یرغمل شوې او په غېرې قانوني توګه روسیې ته لیږدول شوې ده.

اوکراین بیا دوه روسان د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو په پلوۍ په جګړه کې د برخې اخېستو په جرم تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.