د نړيوال ائتلاف لپاره د امريکا ځانګړى استازى وايي، داعش ډله په عراق او سوريه کې پر سيمو کنټرول له لاسه ورکوي.
د امريکا په مشرۍ دغه ائتلاف په دغو هېوادونو کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش د سخت دريځو وسلوالو پرضد مبارزه کوي.
بريت مَک ګَرک (Brett McGurk) د اردن په پلازمېنه عمان کې پرون وويل: داعش ډله اوس په دفاعي حال کې ده او دا منحرف شوى خلافت د کمزورۍ په حال کې دى.
ښاغلي مک ګرک وويل، د امريکا په مشرۍ ائتلاف چې هڅه کوي په عراق کې موصُل او په سوريه کې رَقه ښارونه ونيسي، پرمختګونه کړي دي.
د ده په خبره په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې به په رقه کې له هره اړخه له فشاره ډکه مبارزه پيل شي.
د نړيوال ائتلاف لپاره د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي وويل، د ولسمشر بارک اوباما دا پرېکړه چې د سوريې په شمال کې به د امريکا د ځانګړو ځواکونو شمېر زيات شي، د محلي قواوو په مرسته به د امريکا د وروستيو لاسته راوړنو له چټکوالي سره مرسته وکړي.
داعش ډلې په ٢٠١٤م کال د سوريې او عراق ځينې برخې ونيولې.