د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، ټاکل شوې چې افغان سوداګر خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې د جنوب اسیا اوو هېوادونو ته د هند او پاکستان له لارې پيل کړي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته وویل چې په هغه ناسته کې چې د سارک سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړېو په کابل کې لرله د جنوب اسیا له اوو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
ښاغلي قوقندي زیاته کړه:
"د جنوب اسیا د اوو هېوادونو سره به خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کړو او شته ستونزې به حل کړو ځکه چې د افغانستان ډيری سوداګري د پاکستان او هند سره تړلې ده."
ښاغلي قوقندي وویل چې اوس مهال افغان سوداګر د ټرانزیټ په برخه کې له پاکستان او هند سره ستونزې لري.