اوکراینۍ پیلوټې چې اعتصاب یې کړی و،د مایعاتو څښل پیل کړي

اوکراینۍ پیلوټې نادیاسافچینکو Nadia Savchenko چې د خپل توقیف او په روسیه کې د محاکمې په غبرګون کې یې د نه خوړو اعتصاب کړی د راپورونو له مخې د مایعاتو څښل پیل کړي.

د نوموړې مدافع وکیل مارک فیګین Mark Feigin نن پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دې د اوکراین د ولسمشر پیتروپوروشینکو له غوښتنې وروسته د مایعاتو له څښلو سره موافقه وکړه.

فیګین وروسته انټرفکس خبري اژانس ته وویل، میرمن سافچینکولا هم له خوراک څخه ډډه کوي.

د اوکراین ولسمشر پیتروپوروشینکو پرون وویل چې د میرمن سافچینکو د خوشې کولو لپاره ان د هغې تبادلې ته لا چمتو دی:

"نن د لومړي ځل لپاره اعلان کوم چې د اوکراین د ولسمشر په توګه چمتو یم چې د اساسي قانون مطابق له خپل صلاحیته کار واخلم او نادیا تبادله کړم. زه به له ټولو امکاناتو کار واخلم څو هغه بیرته روغه رمټه کور ته راستنه کړم."

سافچینکو وايي، دا د ۲۰۱۴ کال په جون کې د اوکراین په ختیځ کې له یو داوطلب کنډک سره د بیلتونپالو پرضد د جګړې په ډګر کې وه چې روسانو ونیوله او په غیر قانوني ډول یې روسيې ته بوتله خو روسي چارواکو پر دې تور لګولی چې د دوو روسي ژورنالیستانو موقعیت یې د اوکراین پوځ ته ورښودلی. دواړه خبریالان وروسته د هاوان په حمله کې ووژل شول.