لوګر:په ازره کې سلګونه کیلوګرامه تاریاک ترلاسه شوي

د لوګر ولایت چارواکي وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې له ازرې ولسوالۍ څخه د عملیاتو په نتیجه کې سلګونه کیلو ګرامه تاریاک ترلاسه کړي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې ۷۷۷ کیلوګرامه تاریاک نن او شاوخوا شپږ سوه کیلوګرامه یې هم پرون په دغې ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

ښاغلی صالح زیاتوي چې په مرکز پل علم کې یې هم یوه اندازه وسلې موندلي دي.