قرغزستان:د دیني مدرسو له ۹۰سلنو څخه زیات سرښوونکو به تایید نه شي 

په قرغزستان کې د اسلامي دیني مدرسو د سرښوونکو په سلو کې له نوي زیات به یې په ۲۰۱۶ کال کې تایید نه شي ځکه دوی د دیني لوړو زده کړو ډیپلوم نه لري.

د قرغزستان د مذهبي چارو د تایید د کمېسیون مشر عبدالله اسرانکولوف نن ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د دیني مدرسو په سلو کې ۹۲ سرښوونکي به د ۲۰۱۴ کال تصویب شوېو سختو مقرراتو په اساس د تدریس اجازه له لاسه ورکړي.

ارسانکولوف دغه راز وویل چې د دیني چارو دولتي کمېسیون به د قرغزستان لوی مفتي ته سپارښتنه وکړي چې د دیني مدرسو سرښوونکي چې د پوهنتون په سطحه یا هم د په رسمیت پيژندل شوېو دیني پوهنځیو څخه د دیني زده کړو ډيپلومونه نه لري له کاره لېرې کړي.

د قرغزستان د ۱۰۱ دیني مدرسو ۷۲ یې د تاییدو د پروسې لپاره چې سبا پیلیږي، د خپلو ښوونکو نومونه ثبت کړي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې څه شمېر ښوونکي به په دغه پروسه کې تایید نه شي.