ناټو او د امریکا متحده ایالاتو د مسکو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ختیځې اروپا ته د ناټو غځول او د فعالیتونو زیاتوالي یې روسیې ته خطر متوجه کړی.
مسکو په خپلو نوو امنیتي دوکتورینو کې دغه مساله مطرح کړې ده.
د ناټو ویاندې "اوانا لونګیسکو" پرون په بروکسل کې وویل چې دوی دغه بې اساسه ادعا چې وایي، ناټو او سیاستونو یې مسکو ته امنیتي ګواښ متوجه کړی، په کلکه ردوي.
هغې زیاته کړه، ناټو هغه نوي دوکتورین څېړي چې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین تېره اوونۍ لاسلیک کړل.
د دغو دوکتورینو له مخې ناټو له نړېوال قانونه او هم د روسیې پولو ته د پوځي تاسیساتو په ورنژدې کولو سره په سرغړونه تورن شوې ده.
د ناټو او روسیې ترمنځ اړیکي د اوکراین د کړکېچ او د روسيې له خوا د کریمیا د ټاپو وزمې د الحاق په خاطر ساړه شوي دي.