د ترکیې د هوايي شرکت (تُرکش ایرلاین) یوې الوتکې چې له نیویارکه استانبول ته روانه وه، د بم د خطر له کبله د کاناډا د هیلفکس هوايي ډګر لور ته خپل مسیر بدل کړ.
دا خبره نن د کاناډا پولیسو وکړه.
دغه هوايي ډګر په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د ترکیش ایرلاین الوتکه خوندي کېناسته او پولیسو د روزل شویو سپو په وسیله د الوتکې لټون پیل کړی دی.
ویل شوي چې په الوتکه کې د بم د موجودیت په اړه څېړنې په لومړنیو پړاوونو کې دي.
په الوتکه کې ۲۵۶ تنه سپاره ول.
پولیس وايي چې د بم د خطر د جزییاتو په اړه څه نه وايي خو د دې ګواښ د عاملانو د پېژندلو هڅه کوي.