کندهار: وسله والو د غورک ولسوالۍ پر ودانۍ حمله کړې

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو تیره شپه د غورک ولسوالۍ پر ودانۍ او ور څیرمه پوستو وسله واله حمله کې کړې چې اوس هم دوام لري.

د غورک ولسوال جمعه خان ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل غورک ولسوالۍ ته سقوط ورکړي چې د افغان سرتیرو د مقاومت سره مخ شول.

هغه په دې جګړه کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

پر همدې مهال یوې امنیتي سرچیني د نوم او غږ نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د غورک په جګړه څلور وسله طالبان او د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.