د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پرون (جمعه) د روسیې دا ادعا چې د مسترال، جنګي بېړیو د قرارداد د لغوه کولو لپاره یې مسکو ته د تاوان ورکولو موافقه کړې؛ رد کړه.
د روسیې د ولسمشر یوه نږدې ملګري پرون وویل چې پاریس او مسکو موافقه کړې چې فرانسه به د روسیې حکومت ته تاوان ورکوي.
خو د فرانسې ولسمشر پرون خبریالانو ته وویل چې په دې اړه مذاکرې لا روانې دي او په نږدې ورځو کې به پرېکړه وشي.
فرانسې تېرکال د کرایمیا د الحاق او په اوکرایین کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله؛ روسیې ته د ۲ جنګي مسترال بېړیو د وروکولو معامله وځنډوله.
د دې جنګي بېړیو د خرڅولو قرارداد چې ۱ اعشاریه ۳ ملیارده ډالر ارزښت لري په ۲۰۱۱ میلادي کال کې شوی وو.