د افغانستان ولسي جرګه وايي، د راتلونکي شنبې په ورځ به د خپلې کاري مودې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
د دې جرګې اداري پلاوي نن د دغه جرګې په عمومي غونډه کې وویل، حکومت هڅه کوي په غیرقانوني ډول سره د جرګې کاري موده تمدید کړي.
د جرګې مشرعبدالروف ابراهیمي وویل چې په غیر قانوني ډول د جرګې د کاري مودې تمدیدول ورته د منلو وړ نه دي.
موږ ولسي جرګه په غیرقانوني ډول سره د خپلې کاري مودې تمیدول نه غواړو موږ د شنبې په ورځ دغه موضوع په خپلې اجنډا کې نیولې ده د ولسي جرګې د ټولو غړو څخه غواړو چې په هغه ورځ راشي چې د قانون او ټولو اصولو په پام کې نیولو سره یو تصمیم ونیسو.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني ویلي، ډېر ژر به د ولسي جرګې د انتخاباتو نیټه دقیقه کړي.