د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ایراني الاصله، امریکايي خبریال جسن رضایان چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی، پرون په تهران کې د بندو دروازو تر شا، محکمې ته ودرول شو.
امریکا پر رضایان د جاسوسۍ تور د تمسخر وړبللی دی.
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند جیف راتکې پرون په واشنګټن کې خبریالانوته وویل:
((موږ خبر یو چې په ایران کې پرون امریکايي وګړي جسن رضایان، اول وار محاکمه شو.
موږ غوښتنه کوو چې پرهغه، بې مفهومه لګیدلي تورونه لرې شي او جسن رضایان ژر تر ژره ازاد شي.))
د ایران خبري رسنیو ویلي چې د محاکمې پرمهال د رضایان میرمن هم حاضره وه او په دې درې ساعته بهیرکې، د جسن رضایان اتهاملیک چې د جاسوسۍ تور په کې شامل وو، ولوستل شو.