د هلمند په مرکز کې پریوه جومات د شوي برید د تلفاتو شمېر لسو ته ورسید.
د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولي وايي، تیره ورځ چې کله پردې جومات حمله وشوه د علماو د شورا غړیو هلته غونډه لرله.
د رسولي په وینا په قربانیانو کې څلور پولیس دي او یولس تنه هم ټپیان شوې دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی. قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي، وایي چې په لښکرګاه کې یې تیره ورځ پنځلس تنه وژلي دي.