د هلمند مرکز لښکرګاه کې ماین چاودنې څلور پولیس ټپیان کړي دي.
د دې ولایت یوې امنیتي سرچیني چې نه يي غوښتل نوم یې واخستل شي ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه چاودنه نن غرمه یوه بجه په یوه موټرسیکل کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو موادو له امله شوې ده.
تر دا مهاله د دې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.