د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وايي، د افغان کار په نامه بنسټ چې په بهرکې یې افغانانوته د کارموندلو پروګرام پیل کړی له دوی سره رسمیت نه لري.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان کار په نوم بنسټ په ایران، ترکیه، عربستان او قطرکې افغانانو ته د کارموندنې په برخه کې خپل سره فعالیتونه پیل کړي.
د دې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت تر دا مهاله له دغو هېوادونو سره د کارموندنې په برخه کې هیڅ رسمي سند نه دی لاسلیک کړی او وايي چې د افغان کار بنست له خوا دا اقدام هیڅ اعتبار نه لري.