پوهنې وزارت به د ۱۳۹۴لپاره شااوخوا لس زره نوي ښوونکي په دندو وګماري

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ۱۳۹۴ تعلیمي کال لپاره به شااوخوا لس زره نوي ښوونکي په دندو وګماري.

د دغه وزارت سرپرست محمد شفیق صمیم نن ازادۍ راډیوته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په نویو استخدام شویو ښوونکو ښځینه ښوونکې هم شاملې دي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې وزارت د پوهنې پر کیفیت کار کوي.

له دې څخه وړاندې ولسمشراشرف غني هم ویلي و چې باید د پوهنې کیفیت ته پاملرنه وشي.